د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا «د سولې لپاره لار» تر نوم لاندې د اوکراین جګړې پای ته رسېدو لپاره یو پرېکړه‌لیک منظور کړ.

د امریکا غږ راپور له مخې، دا پرېکړه‌لیک په لسو مثبتو رایو په داسې حال کې منظور شو چې متن یې متحده ایالاتو چمتو کړی و.

راپور کې راغلي چې امریکا، چین او روسیې یاد پرېکړه‌لیک ته مثبتې رایې ورکړې خو بریتانیې او څلورو نورو اروپایي هېوادونو بیا ممتنع رایې ورکړلې، د امنیت شورا هیڅ غړي دې پرېکړې ته منفې رایه ورنکړله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د متحده ایالاتو استازې ډوروتي شیا ویلي چې دا پرېکړه‌لیک د سولې پر لور لومړی ګام دی.

هغې ویلي: «دا لومړی خو مهم ګام دی – داسې ګام چې مونږ ټول باید پرې وویاړو. اوس باید اوکراین، روسیې او ټولې نړۍوالې ټولنې ته د سوله‌ییز راتلونکي جوړولو لپاره ترې کار واخلو.»

دا پرېکړه‌لیک په داسې حال کې منظور شو چې د امریکا ولسمشر ‎ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي وو، د اوکراین جګړې پای ته رسېدو په هکله موافقې ته نږدې شوی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین برید وکړ، دا جګړه له شاوخوا درېیو کلونو وروسته لا هم دوام لري، دواړو لوریو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې او د میلیاردونو امریکایي ډالرو په ارزښت زیانمن شوي هم دي.

Views: 10