د کاناډا په ټورنټو کې د یوه افغان سوداګر له خوا د پل په نوم راډیو جوړه شوه، دغه راز په همدغه نوم رسنیز ګروپ او د نینا په نوم د ودونو یو تالار پرانیستل شول.
د پل رسنیز ګروپ او نینا د ودونو تالار چې د افغان سوداګر اللهمحمد کاکړ په نوښت او پانګونه رامنځته شوي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د افغانانو د بېلابېلو ټولنو غړو، فرهنګپالو، هنرمندانو او سوداګرو ګډون په کې درلود، پرانیستل شول.
کاکړ وصال ټلوېزیون ته وویل، پُل راډیو به په سیاسي، فرهنګي، کلتوري او علمي برخو کې په انلاین ډول ژوندۍ او ثبتي خپرونې وړاندې کړي او د دې ترڅنګ یې په نورو رسنیزو او چاپي برخو کې هم فعالیتونه پیل کړي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه نوښت یې د افغانانو د یووالي په موخه کړی، دغه راز د ودونو تالار ته په اشاره یې وویل چې یاد تالار یوازې سوداګریز نه دی، بلکې یو کلتوري مرکز دی چې د افغانانو ملي فرهنګي او کلتوري مراسمو لپاره به په وړیا توګه په اختیار کې ورکړل شي.
بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ.
Views: 7