د چین په شمال کې د سېلابونو راوتلو له امله ۳۳ کسان مړه او ۱۸ نادرکه شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس نن د چینایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد شمالي برخه کې اوس هم سخت اورښتونه کېږي چې له امله یې ۵۹ زره کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۰ زره کورونه قسمي ډول ویجاړ شوي دي.
د بیجینګ د ښاروالۍ مرستیال شیا لینمانو ویلي چې ډېرو سړکونو او له سلو ډېرو پلونو ته هم زیانونه اوښتي دي.
د سرچینې په خبره، سختو اورښتونو د دغه هېواد د پلازمینې بیجینګ لویدیځ غرنۍ سیمه کې زیانونه اړولي؛ یاده سیمه کې ۳۷ زره هکتاره کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.
د یادونې ده، د چین په ډېرو برخو کې له یوې اونې راهیسې سخت اورښتونه دي.
تېره اونۍ د بیجینګ چارواکو ویلي وو، تېره میاشت یې د طبیعي افاتو له امله د مړه شوو او نادرکه شوو ۱۴۷ پېښې ثبت کړي دي.
Views: 9