د راپورونو له مخې، فرانسه کې یوه ۳۷ سړي د چاقو په وسیله یو کس وژلی او پنځه پولیس افسران یې ټپیان کړي دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، پېښه د فرانسې په مولهوس ښار کې هغه مهال شوې چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په ملاتړ لاریون روان و او سیمې ته د پولیسو ترڅنګ پوځ هم لېږل شوی و چې په پلټنو کې همکاري وکړي.
په راپور کې راغلي، په برید کې یو ۶۹ کلن ملکي لاروی له ټپي کېدو وروسته مړ شوی او پنځه پولیس هغه مهال چې د مشکوک کس د برید مخنیوی یې کاوه، هم ټپیان شوي دي.
سرچينې لیکلي چې د بریدکوونکي عمر ۳۷ کاله او د الجزایر وګړی دی چې له برید وروسته پولیسو نیولی او نوم یې د ترهګرۍ د مخنیوي د څار ځانګړي لېست کې ثبت شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې مخکې په اتریش کې هم یوه کس پر خلکو د چاقو برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او څلور نور ټپيان وو.
Views: 3