د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۴۱ کډوال د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې قربانیان د کوم هېواد خلک دي خو د کډوالو یاده کښتۍ له تونس څخه د ایټالیا په لور روانه وه.
د راپورونو له مخې، په کښتۍ کې د سپرو کډوالو له ډلې څلور یې ژوندي پاتې شوي دي.
یاد څلور تنه کډوال چې په اصل کې د عاج ساحل او ګیني دي، د چهارشنبې په ورځ لامپیدوسا ته ورسېدل.
ژوندي پاتې شويو کسانو دا هم ویلي، دغې نږدې اووه متره اوږدې کښتۍ د تېر پنج شبنې په ورځ د تونس له صفاقس نه د ایټالیا په لور حرکت کړی و. خو له مزل څو ساعته وروسته د سمندر یوې لویې څپې واړوله.
ویل کېږي د کښتۍ په ناستو کسانو کې یوازې ۱۵ یې د ژغورنې واسکټونه په تن کړي وو. دوی وايي، چې د ایټالیا سمندري ساتونکو وژغورل او بیا یوه سمندر غاړي ته یوړل.
د ایټالیا سمندري ساتونکي وايي، په هغه سیمه کې یې د دوو کښتیو پاتي شوني موندلي دي خو نه پوهېږي چې ژغورل شوي د کومې هغې دي.
د تونس د چارواکو په وینا، د صفاقس بندري ښار د ایټالیا له لمپيدوسا نه نژدې ۱۳۰ کیلومتره لېرې پروت دی چې اروپايي هېوادونو ته د کډوالو د تللو مشهوره لاره ده.
Views: 20