رسنیو د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې پنتاګون راتلونکې اونۍ خپل ۵۴۰۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کوي.
رویټرز اژانس پرون د امریکا دفاع وزارت (پنتاګون) د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې دغه اقدام د یاد هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د فدرال دولت د کاري ځواک کمولو په موخه شوی دی.
د راپور له مخې، د یادو کارکوونکو د ګوښه کولو پروسه به راتلونکې اونۍ پیل شي.
د پنتاګون یاد چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د دفاع وزارت اراده لري چې د خپلو غیرنظامي کارکوونکو شمېر پنځه تر اته سلنې کم کړي چې د پنتاګون د ۹۵۰ زره غیرنظامي ځواکونو یوه برخه ده.
Views: 4