د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو پرون د افغانانو په کډون یوه ډله کډوال کاسټاریکا هېواد ته استولي دي.
رویترز راپور ورکړی چې له امریکا څخه د ایستل شوو کډوالو لومړۍ ډله پرون کاستاریکا ته ورسېده.
راپور کې راغلي، دغه الوتنه چې د ۹ افغانانو په ګډون د درېیمو هېوادونو ۱۳۵ کډوال یې لېږدول، د کاستاریکا دولت او ډونالډ ټرمپ دولت د هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوې.
سرچینې زیاته کړې، یادو کډوالو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان، چین، ارمنستان، ترکیه، روسیه، ګرجستان، ویتنام، اذربایجان، اردون او قزاقستان خلک شامل وو.
راپور کې راغلي، د کاستاریکا چارواکو ویلي چې یاد کډوال به یوه میاشت دغه هېواد کې پاتې شي څو خپلو هېوادونو ته یې د «داوطلبانه ستنېدو» لپاره همغږي وشي.
Views: 6