د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ پرون په پاکستان کې پیل شوې او ټاکل شوې چې افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا د اتلانو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د سوېلي افریقا له ملي لوبډلې سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.
یاده سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوهنیمه بجه پیل شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشرحشمتالله شهیدي ویلي چې د اتلانو جام سیالیو کې ورته ګټل مهم دي او لوبغاړي ورته پوره چمتووالی لري.
د هغه په خبره، دغو سیالیو ته ښه او متوازنه لوبډله جوړه شوې او هر اړخ ته پهکې پاملرنه شوې ده.
په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزلېنډ او هند کرکټ لوبډلې برخه لري.
د یادو سیالیو په (الف) ګروپ کې پاکستان، هند، بنګلهدېش، نیوزلېنډ او په (ب) ګروپ کې افغانستان، انګلستان، اسټرالیا او سوېلي افریقا لوبډلې شاملې دي.
پرون د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې نیوزلېنډ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه.
دا چې د هند کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام سیالیو لپاره پاکستان ته نه ده تللې، نو هغه لوبډلې چې له هند سره لوبې لري، هغه به دوبۍ ته ځي او هلته به لوبې ترسره کوي. ټاکل شوې چې د اتلانو جام دویمه لوبه به نن ماسپښین د افغانستان په وخت دوه بجې د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ په دوبی کې ترسره شي.
د یادونې ده، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۶مه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.
Views: 15