په متحده ایالتونو کې د کور کرایه کولو په اړه لارښوونې

د جاوېداحمد کاکړ لیکنه
اگست 10, 2023

 

د موضوع پېژندنه:

له کلونو راهیسې افغانان د کډوالو ځانګړې ویزې (اېس‌ای‌وي) او یا هم د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یواېن‌اېچ‎سي‎ار) د مهاجرت د قضیو له لارې امریکا ته راځي؛ خو له تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې شاوخوا سل زره افغانان د تخلیې یا بشردوستانه ویزو له لارې امریکا ته راغلي او د دواړو پروسو له لارې د افغانانو د راتګ دا لړۍ اوس هم روانه ده.

امریکا ته له راتګ وروسته د نورو امتیازاتو ترڅنګ د «بیا مېشتېدنې» نادولتي موسسو له خوا راغلو نوو کډوالو ته لنډمهاله کرایي کورونه نیول کېږي، دا کورونه چې اکثره یې د دوو، درېیو او څلور خونو اپارتمانونه دي، په هغو سیمو کې نیول کېږي چې ارزانه او یا له نادولتي ادارو سره نږدې وي څو هغوی ورسره په اسانه اړیکه ونیولای شي خو کله چې د بیامېشتېدنې ادارو له خوا امتیازات بند شي، نو بیا کډوال په خپله خوښه د ځان لپاره کورونه په کرایه نیسي؛ دوی بیا د ځای، سیمې او د کورونو څرنګوالي انتخاب ځکه په خپله کوي چې کرایه یې دوی خپله ورکوي.

په دې لیکنه کې موږ هڅه کړې څو راغلو کډوالو ته د کرایي کورونو د شرایطو او نیولو په اړه معلومات ورکړو او ځینې لارښوونې ورسره شریکې کړو.

د کور کرایه کولو لپاره لارښوونې:

په امریکا کې کرایي کورونه لا هم کم موندل کېږي او د ارزانه کور موندل بیا بېخي ستونزمن دي؛ ارزانه کور عموماً هغه کور ته وایي چې ستاسو د هغه عاید چې لا مو ترې ټکس نه وي ورکړی، له ۳۰ سلنه ډېر په میاشتنۍ کرایه ونه لګېږي.

که کورونه کم هم نه وي، په امریکا کې کور یا اپارتمان په کرایه نیول مشکل وي؛ ځکه عمومأ د کور کرایه کولو پر مهال باید د کریډېټ سابقه ولرئ، د کار کولو ثبوت ولرئ، د کرایي کور نیولو سابقه ولرئ او هم باید ځیني اسناد ولرئ چې تاسو یې له مخې ښه کرایه‌دار معرفي شوي یاست.

هغه کسان چې متحده ایالتونو ته نوي راغلي وي او د کډوالو منلو پروګرام (USRAP) له لارې مېشتېدو ته وړ نه دي، ممکن د خپلې کورنۍ یا هم ملګري په کور کې د یو څه مودې لپاره مېشت شي څو دنده ترلاسه کړي او هم یې د کریډېټ سابقه جوړه شي.

کله چي د کرایي کور په لټه کې یاست نو لاندې ځینې لارښوونې په نظر کي ونیسئ:

۱- څېړنه وکړئ او خپله نوې ټولنه وپېژنئ، هغه ساحې په نښه کړئ چې کورونه په کې ارزانه دي. د لاندې لېنک له لارې کالکولېټر یا حساب درسره وګورئ څو په متحده ایالتونو کې د سیمې مطابق پر مصارفو پوه شئ:

https://livingwage.mit.edu/

۲- د سیمې د بیامېشتیدنی له ادارې سره اړیکه ټینګه کړئ؛ ښايي داسې پروګرام ولري چې له نوو راغلو کډوالو سره د وړتیا په صورت کي د کور په موندلو کې مرسته کوي.

۳- د دولتي وړیا کورونو سرچینې ومومئ او ځان پوه کړئ چي کېدای شي تاسې ورته وړ یاست. تاسو کولای شئ داسې منابع د سیمه‌ییزو ښاروالیو، کاونټیانو او د عامه کورونو ورکولو مسوولو مرکزونو سره ومومئ.

دغه راز کولای شئ داسې منابع هم د متحده ایالتونو د کورونو جوړولو او کلیو ابادولو (HUD) پر اړوند ویبپاڼه وګورئ.

https://www.hud.gov/states

کله مو چې لېنک کلیک کړ نو د متحده ایالتونو په یو ایالت یا سټیټ باندې کلیک وکړئ او بیا د کرایې لپاره مرسته ومومئ یا پرGet Rental Help باندې کلیک وکړئ څو ارزانه کورونه پیدا کړئ.

۴- د کور له مالکه پوښتنه وکړئ، که چېرې د دې ښودلو لپاره چې تاسې یو ښه کرایه کوونکي یاست، نورې لارې شتون لري؛ د بېلګې په ډول، ځیني ځایونه ښايي یوازې د کار کولو افرلېټر د کار کولو د ثبوت پر ځای هم د کور کرایه کولو لپاره ومني او یا هم کوساینر یا ضمانت ورکوونکي د کور کرایه کولو لپاره ومني. کوساینر یا ضمانت کوونکي یا ګرانټر هغه کس ته وایي چي که چېرې کرایه‌دار خپله کرایه نه شي ورکولای، نو دوی یې باید کرایه ورکړي.

۵- که کولای شئ نو په یو اپارتمان یا کور کې یوه کوټه کرایه کړئ؛ دا ښایي ارزانه وي او ستاسو د کریډېټ سابقه هم ونه ګوري. د کور لټولو پر مهال د غیرتصدیق شوي ویب‌سایټونو او پلیټفارمونو څخه ډډه وکړئ؛ لکه د فېسبوک مارکېټ پلیس او کریګز لېست ویبسایټونه؛ پر ځای یې خوندي، ښه او ارزانه کور موندلو لپاره د معتبرو ویب‌سایټونو او پلیټفارمونو څخه ګټه واخلئ.

۶- تل له ښه قضاوت څخه کار واخلئ او هغه ځای کې چې کور کرایه کوئ او یا هم کوټه له بل سره شریکه نیسئ، نو مخکې له دې چي پیسې ورکړئ، لومړی ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو په کې خوندي یاست او اوسېدل مو په کې د منلو وړ دي.

د کورونو کرایه ورکوونکو په نوم له دوکه‌کوونکو هم ځان وژغورئ (لکه ځیني د دروغو تبلیغات چې وایي، داسې کورونه ارزانه دي یا هم د کور له لیدلو مخکې پیسې درنه وغواړي او یا درته وایي چې کور کرایه کړه او په اخر کې به کور ستاسې په نوم شي او داسې نور…) هیچا ته پیسې مه ورکوئ، څو چې ډاډمن شئ چې تاسې په رښتیا د کور کرایه کولو له مسوول سره په اړیکه کې یاست. که چېرې تاسې د کور په کرایه کولو کې د جرایمو قرباني یاست یا مو رومیټ یا د کور مالک ځوروي نو د ۹۱۱ شمېرې ته زنګ ووهئ او راپور یې کړئ.

په امریکا کې د کرایي کورونو ډولونه:

د امریکا متحده ایالتونو کې ارزانه کور موندل اسان کار نه دی، د همدې لپاره د کور کرایه کولو پر اساساتو پوهېدل ممکن د کور په لټون کې درسره مرسته وکړي. په امریکا کې د کرایي کور عمده ډولونه په لاندې ډول دي:

الف: له ۶ تر ۱۲ او یا ان تر ۱۰۰ ډېر اپارتمان لرونکې ودانۍ:

ب: هغه کورونه چې پر دوه یا ډېرو اپارتمانونو تقسیم شوي وي (لکه دوه اپارتمانه یا ډوپلیکس، درې اپارتمانه یا ټریپلیکس او یا څو اپارتمانه کورونه)

ج: هوټلونه چې په کې هغه هوټلونه هم شامل دي چې کوچني پخلنځي او د ناستې ځای لري.

د کرایې لپاره د هر ډول کور موندل په موقعیت پورې اړه لري؛ د بېلګې په ډول، په لویو ښارونو کې تاسې ښايي ډېر وخت د کرایې لپاره اپارتمانونه ومومئ او له ښارونو بهر ممکن د اپارتمانونو او کورونو مخلوط ومومئ.

د کور موندلو په اړه معلومات:

کله چې تاسو کور په کرایه نیسئ، نو د ملکیت مالک یا مسوول ته هغه پیسې ورکوئ چې تاسې پرې د هرې میاشتې لپاره موافقه کړې وي؛ په ټولیزه توګه د کور کرایه کولو په قرارداد کي لیکل کېږي او بیا امضا‌‌ء کېږي، دې پروسې ته د کور قرارداد یا lease وایي.

د کور قرارداد تاسو ته تضمین درکوي، په کوم کور کې چې د پیسو په بدل کي د مشخص وخت لپاره (چي عمومأ یو کال وي) ژوند کولای شئ. ځیني نور د کرایه کولو ځایونه لکه هوټلونه د لږ وخت لپاره کرایه کېدای شي. (هره ورځ، یا اونۍ او یا هم هره میاشت د کرایې په مقابل کي پیسې ورکوئ.)

لنډمهاله کرایه ښايي د انتقالي مودې لپاره وي څو تاسې د اوږدمهال لپاره ځان ته کرایي کور پیدا کړئ او قراداد مو امضاء کړئ. د کور کرایه کولو او قرارداد په اړه د نورو معلوماتو لپاره د مرستې د مرکز لاندې پاڼه درسره وګورئ:

https://www.settlein.support/hc/ps/articles/7565895015069

د کرایي کورونو بیې:

د مارکېټ قیمت: د کور یا اپارتمان د کرایو رقمونه چې د کور مالکان یې ټاکي، د خلکو د تقاضا پر اساس وي چې ورته د مارکېټ قیمت وایي. د مارکېټ د کرایې اندازې د موقعیت پر اساس یو له بله توپیر لري او عمومأ د کرایه کولو له اړخه ډېر لوړ وي.

د مخلوط عاید کورونه: هغه مېشت‌ځایونو ته وایي چې د مارکېټ په قیمت اپارتمانونه لري او داسې اپارتمانونه هم لري چي د عادي کورونو په مناسبت یې کرایې د ځینو شرایطو پر اساس د ځینو کورنیو لپاره کمې کړې وي چې د موقعیت په تناسب یو له بله توپیر لري. د داسې کورونو شتون محدود دی او په هر ښار او ښارګوټي کې نه پیدا کېږي، سره له دې چي د داسې کورونو تقاضا زیاته هم وي؛ ځکه چې داسې کورونه هټیو، مکتبونو، کلینیکونو او عامه ترانسپورټ ته نږدې وي.

حکومتي یا عامه کورونه: هغو کورونو ته وایي چي د فدرال او سیمه‎ییز حکومت له خوا ورته پیسې ورکول کېږي، څو هغو خلکو ته چې د فقر تر کرښه لاندې وي؛ په ارزانه د کرایې لپاره کور چمتو کړي. داسې کورونه د کورنۍ عاید د سلنې پر اساس ورکول کېږي او د داسې کورونو موندلو لپاره تل انتظار ته اړتیا وي چې عمومأ کډوالو او نوو راغلو مهاجرو ته نه رسېږي.

سیکشن ۸ کورونه (Section 8): سیکشن ۸ کور چې ورته Housing Choice Voucher Program هم وایي، داسې کورونه هم د فدرالي حکومت له خوا مالي ملاتړ ترلاسه کوي او دولت د کور مالک ته پیسې ورکوي څو کور په ارزانه مختصو خلکو ته په کرایه ورکړي. داسې کورونه هغو خلکو ته ورکول کېږي چي لږه کرایه ورکړای شي او د فقر شرایط یې پوره کړي وي.

کورنی عاید:

کورنی عاید هغه عاید ته وایي چې د کور ټول عایدلرونکي وګړي یې د کور د عاید په توګه د کار په مقابل کې راټولوي؛ تاسو باید داسې کور کرایه نه کړئ چې کرایه یې ستاسې د کورنۍ د کارکوونکو له ټکس ورکولو وروسته د میاشتني عاید له ۵۰ سلنه پورته وي؛ ښه به دا وي چي تاسې د ټولې میاشتې ۳۰ تر ۳۵ سلنه عاید په کرایه کې ورکړئ.

د امریکا متحده ایالتو کې کورونه د کوټو په حساب په کرایه ورکول کېږي (سټیډیوګانې، د خوب کوټه نه لري، یوازې یوه کوټه لري چې په کې پخلنځی او د ناستې ځای شتون لري، مجردو کسانو، ښځې او خاوند لپاره مناسب کور کېدای شي.)

تاسو باید پر دې هم وپوهېږئ، چې دولت په کور کې د افرادو د اوسېدو په تړاو سیمه‌ییز قوانین او محدودیتونه لري.

په ياد ولرئ چې امریکا د کمې کرایي کورونو له کمښت سره مخ ده نو کله چې په کور پسې ګرځئ، په واقعبینانه او دوامداره توګه یې باید وپلټئ؛ د بیامېشتېدنې له ادارې مو ټوله مرسته ترلاسه کړئ او یا هم د ټولنې له ګروپونو او نورو دوستانو هم د مرستې غوښتنه وکړئ.

د کور کرایه کولو پر مهال د کرایی پر اصولو ځان پوهول:

اجاره یا کرایه کول هغه تړون ته ویل کېږي چي ستاسې او د ملکیت د خاوند ترمنځ پرې موافقه کېږي؛ مخکې له دې چې قرارداد لاسلیک کړئ، مهمه ده په واضح ډول پوه شئ چې ستاسې په اجاره کې څه لیکل شوي او د اوسېدو پر مهال مو حقونه او مسوولیتونه څه دي. د اجارې په ژبه کې تاسو ته کرایه کوونکی یا Tenant وایي او هغه څوک چې تاسو ته کور درکوي، هغه ته د کور مالک یا Landlord وایي.

د کرایې موده:

د کرایې اسناد به تاسو ته مشخص کړي چې تاسو په اپارتمان یا کور کې د څومره مودې لپاره ژوند کولای شئ؛ عموماُ د اجارې موده یو کال ده؛ ستاسو د کرایې اسناد به تاسې ته د کډی کولو او وتلو نېټه مشخصه کړي. د کور کرایه کولو په یو کلن قرارداد کې تاسو باید د ۱۲ میاشتو لپاره هره میاشت کرایه ورکړئ. د کرایه کولو اسناد به مشخص کړي چې د کرایې مودې پای ته له رسېدو څومره مخکې باید د کور مالک خبر کړئ چې تاسو وځئ یا هم د نورې مودې لپاره د تمدید غوښتنه لرئ؛ دا عموماً د اجارې له پای ته رسېدو ۳۰ تر ۹۰ ورځو مخکې باید وشي.

که تاسو د قرارداد له پوره کېدو مخکې کور پرېښودل غواړئ نو ممکن جریمه ورکړئ او یا هم د ټولو پاتې میاشتو کرایه ورکړئ. که د اجارې نوي کول غواړئ نو کېدای شي ستاسو کرایه تر بل قرارداد پورې پورته شي. د پیسو مقدار به ستاسو د کور په مالک پورې اړه ولري او یا هم د هغو سیمو د لایحو او د کور په مالک دواړو پورې اړه ولري، کوم ځای کې چې کور په کرایه نیسئ.

کرایه:

د کرایې اسناد به د کرایې د قواعدو په اړه معلومات ولري او هم به څرګنده کړي چي د هرې میاشتې کرایه ورکولو موعد او د کرایې د تاخیر په صورت کې باید څومره جریمه شئ.

د تضمین یا پیشکي پیسې ورکول، لومړۍ او وروستۍ کرایه: د تضمین پیسې یا پیشکي هغو پیسو ته ویل کېږي چې د کور د مالک له خوا په بانک کی ساتل کېږي؛ دغه پیسې د کور له پرېښودو وروسته په داسې حال کې چې کور پاک وي او خراب شوی نه وي، بېرته کرایه ورکوونکي ته ورکول کېږي.

د کرایې اسناد به تاسو ته د پیشکي مقدار مشخص کړي، دا تر ډېره د کور یوې میاشتې کرایې په اندازه وي او ځیني وختونه له کرایې ډېرې وي. کله چې مو قرارداد پای ته ورسېږي، د کور مالک به له کوره کتنه وکړي؛ که په کور کې کوم شی خراب شوی وي نو د هغه د لګښت پیسې ستاسې له پیشکي پیسو ګرځوي او پاتې نورې پیسې بېرته درکوي. تاسو ته سپارښتنه کېږي چې کور ته د ننوتلو او له کوره د وتلو پر مهال ټول معلومات درسره مستند وساتئ، د کور عکسونه واخلئ او حالت یې عکاسي کړئ. پر پیشکي سربېره ډېر کله باید د لومړۍ او وروستۍ میاشتو کرایه هم مخکې له مخکې ورکړئ.

په کرایي کور کې د اوسېدونکو کسانو شمېر:

د کرایې قرارداد ښایي تاسو ته په کور کی د اوسېدونکو کسانو د محدودیت په اړه هم ووايي؛ د اوسېدو پر مهال د اوسېدونکو شمېر باید له هغه ډېره نه وي چې تاسو ته په قرارداد کې لیکل شوی وي.

برېښنا، ګاز او اوبه:

د کرایې قرارداد کې دا هم شته چې د کومو مصارفو ورکولو مسوولیت لرئ، لکه برېښنا، ګاز، اوبه او داسې نور. په ځینو کرایي کورونو کې ښايي یو یا څو یې په کرایه کي شامل وي؛ په ځینو مواردو کې ښایي له تاسو د ټولو لګښتونو ورکولو غوښتنه وشي. دا خورا مهمه ده پرې پوه شئ چې ستاسو د کرایي کور ګرمولو او سړولو حالت څرنګه دی؛ پخوانی کرایه‌دار، د کور مالک یا هم د برېښنا او ګاز کمپنۍ ښايي د کور د هرې میاشتې په اوسط ډول د لګښت اندازه ووایي.

نور لګښتونه:

کله کله د کرایې قرارداد ښايي واضح کړي چې تاسو د نورو لګښتونو کوم مسوولیتونه لرئ؛ د بېلګې په توګه ګاربیج، اوبه، د واورو پاکول او د چمن ریبل. داسې مصارف دومره مروج نه دي خو بیا هم که غوښتنه یې کېږي نو دا ټول باید په قرارداد کې لیکل شوي وي.

قواعد:

قواعد په قرارداد کې لیکل شوي مقرراتو ته وایي، خصوصاً هغه ځانګړي مقررات چې د کور مالک یې له کرایه کوونکي د تعقیب تمه لري. په دې کې ښایي عام مسوولیتونه شامل وي، لکه د کور چاپېریال پاک ساتل، ډېر شور نه کول، د انرژي ذخیره کول، د څارویو نه ساتل، په اپارتمان کې تغییرات نه راوستل، بل چا ته په کرایه نه ورکول او یا هم پر بام د ټلوېزیون انتن نه نصبول؛ دا خورا مهمه ده چې تاسې د قرارداد ټولې پاڼې ولولئ او ځان پرې پوه کړئ چې د څه اجازه لرئ او د څه اجازه نه لرئ او که تاسې له ټولو غوښتنو سره موافقه وکړئ، نو اجازه به ولرئ چې په کور کې و اوسېږئ.

له کور څخه ایستل (Eviction):

له کوره ایستل یوه قانوني پروسه ده چې د مالک له لوري پلې کېږي؛ د کور مالک تاسو ته د کور پرېښودو وايي او د اجارې/ کرایي قرارداد پای ته رسولو ته لار هواروي. له کوره د ایستلو لیک ښايي د پوستې له لارې ترلاسه کړئ او یا هم ښايي یو ګومارل شوی کس یې درته راوړي؛ که چېرې له کوره و ایستل شئ نو دغه کار په راتلونکي کې چې کله کور په کرایه نیسئ، خپل اغېز لري.

د کرایې نه ورکول د شړلو تر ټولو عام لامل دی؛ په ډېری ایالتونو کې که تاسې پر وخت کرایه ورنه کړئ، نو د قانون له مخې د کور مالک باید تاسو ته په لیکلي ډول خبر درکړي چې څو مشخصې ورځې به لرئ څو کرایه ورکړئ او یا هم له کوره ووځئ؛ که په دې اړه تصمیم ونه نیسئ نو د کور مالک تاسو د قانون له مخې ایستلای شي.

په ځینو نورو ایالتونو کې له کوره د ایستلو لپاره په لیکلې بڼه خبرداري ته اړتیا نشته او د کور کرایې نه ورکولو په صورت کي د کور مالک تاسې له کوره د قرارداد مطابق ایستلای شي؛ په د دې لپاره په هر ایالت کې چې اوسېږئ، د کور د قرارداد مطابق باید پر وخت کرایه ورکړئ او هم مهمه ده چې د کور له مالک سره تل په اړیکه کې و اوسئ او له هر څه یې خبر وساتئ. که چېرې تاسې کرایه ځنډوئ؛ نو د کور مالک مو سمدستي خبر کړئ؛ په دغسې حالت کې د کور مالک مجبور نه دی چې خبره مو ومني خو ممکن له تاسو سره په دې برخه کې جوړجاړی وکړي.

که په قرارداد کي لیکل شوي مقررات له پامه وغورځوئ نو له کوره د ایستل کېدو له خطر سره به مخ شئ؛ د بېلګې په توګه، که چېرې په قرارداد کي د څارویو نه ساتلو ویل شوي وي، نو مه یې ساتئ یا هم د قرارداد خلاف په کور کې اضافي کسان و اوسېږي. که چېرې مو له قرارداده سرغړونه وکړه او د کور د مالک له خوا شفاهي یا لیکلی خبرداری مو ترلاسه کړ، نو د حل لپاره یې سمدستي اقدام وکړئ.

که په غیرقانوني فعالیتونو کي لاس لرئ نو ښايي له کوره و ایستل شئ؛ که چېرې د کوم کار په مشروعیت مطمين نه یاست، لکه د پیسو ګټل، نو د خپلې ټولنیزو خدمتونو له ادارې سره اړیکه ونیسئ او خپله غوښتنه مو مطرح کړئ.

که له کوره د ایستل کېدو له خطر سره مخ شئ، مه یې هېروئ، سمدستي لاس په کار شئ او لاندې لارښوونې عملي کړئ:

د خپل د کور له مالک سره مخامخ خبرې وکړئ او له کوره د نه وتلو لارو چارو په اړه ورسره د نظر تبادله وکړئ.

که مو د کور له مالک سره مخامخ خبرو کې د حل لاره ونه شئ موندلای نو سمدستې قانوني مرسته وغواړئ. که د بیامېشتېدنې له ادارې سره په اړیکه کې یاست نو هغه کولای شي سیمه‌ییزو ارګانونو ته مو معرفي کړي او ارزانه یا په وړیا ډول قانوني مرسته درته برابره کړي. که د بیاميشتيدنې له ادارې سره په اړیکه کي نه یاست نو دا سرچینې ښايي له تاسو سره په ارزانه یا وړیا ډول د قانوني مرستې په موندلو کې مرسته وکړي.

د یو مسوولیت لرونکي کرایه‌دار په توګه تاسو هم حقوق لرئ؛ هیڅوک مو له کوره نه شي شړلای، په هغه صورت کې چې د قرارداد د اصولو مطابق کرایه ورکړئ، د کور د مالک بېځایه شکایت یا د قرارداد خلاف غوښتنه، بېځایه فشار چې موجه دلیل ونه لري، په هغه صورت کې له وکیل څخه قانوني مرسته وغواړئ څو د کور له مالک سره دعوا وکړي او تاسې د کور د قرارداد تر پوره کېدو په کور کې پاتې شئ.

یادونه: دا معلومات او لیکنه د سیټل اېن (Settle In) ادارې له وېبپاڼې په استفادې ترتیب شوې ده.

 

Views: 60

dulce report hentai hentaidl.net hentai moonlight lady
بوس ممثلين mainasiantube.com افلام سكس اعتصاب
xvedios india porn-storage.com indian aunty mms scandal
نيك تخان onyxarabians.com افلام سكس اغتصاب حقيقى
ranjeeta actress indianassfuck.com shemalexnxx
www.hollywood actress sex fuckable.mobi sunny leone first sex
gujrat sexy video tubozavr.com ultradonkey
buluflim 3porn.info xxx exotic videos
بزاز فنانات مصريات fatsporn.org نيك عربي
xnxx vdieo 2beeg.me mms sex site
saamy tamil movie nimila.net indian model fucked
افلام مصريه سكس arabicpornmovies.com قصص بنات نيك
telugu sex .com redwap.me sex video school
hindi sexi chudai orgypornvids.com indiyn sex vidio
tamilnudevideos fuckmomtube.net 7starhd.mobi