پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان اړوند په بارکهان سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو اووه کسان له یوه مسافروړونکي بس څخه راکوز کړي او بیا یې په ډزو وژلي دي.
د بارکهان ولسوالۍ مرستیال کمېشنر وقار خورشید عالم ډان ورځپاڼې ته ویلي چې تېره ورځ وسلهوالو د بارکهان په رکڼۍ سیمه کې اووه کسان له هغه وروسته چې د هغوی پېژندپاڼې یې کتلې، له موټره کوز کړي او وژلي یې دي.
هغه زیاته کړې چې بریدګر وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد مسافروړونکی بس له کوېټې څخه لاهور ته پر لاره و.
په راپور کې راغلي، ځايي چارواکو ډان ورځپاڼې ته ویلي چې تر څلوېښت ډېرو وسلهوالو د بارکهان- دیره غازي خان پر لویه لار د راخانۍ سیمه کې څو بسونه او نور موټر هم درولي وو.
تر دې دمه کومې ډلې د یادو کسانو د وژولو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 12