افغانستان د کانټنینټال فوټسال سیالیو په ترڅ کې نیمه پای لوبې ته لاره موندلې چېرته به چې له کوربه هېواد تایلینډ سره لوبه کوي.
دا سیالي چې درې ورځې مخکې د ټایلنډ په پلازمېنه بنکاک ښار کې پیل شوې چې د اګسټ تر ۱۳مې به دوام ولري.
افغانستان په دې سیالیو کې له چک جمهوریت او موزمبیق هېوادونو سره خپلې لوبې دوه پر دوه مساوي پای ته رسولې وې او دوه نمرې یې ترلاسه کړې وې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د چک جمهوریت نن موزبیق ته ماتې ورکړه چې ګټه یې افغانستان ته ورسېده.
سرچینې زیاته کړې چې موزمبیق یو امتیاز یا یوې نمرې لرلو سره له دې سیالیو څخه ووتله او افغانستان دویم پړاو یا نیمه پای لوبې ته ووتله.
فوټبال فدارسیون وایي، ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ د اګست په ۱۱مه، افغانستان په نیمه پای لوبه کې له کوربه هېواد تایلینډ سره لوبه ترسره کړي.
په یادو سیالیو کې پر افغانستان سربېره ټایلنډ، چک جمهوريت، میانمار، سلیمان جزایر او موزمبیق هېوادونه په دوو ګروپونو کې ګډون لري.
Views: 18