د راپورونو له مخې، د کاناډا د ټورنټو هوايي ډګر کې یوه الوتکه د ناستې پر مهال لوېدلې چې له امله یې ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
رویټرز اژانس راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون شوې ده.
د راپور له مخې، د «دلتا ایرلاینز» شرکت یوه الوتکه د کاناډا د ټورنټو هوايي ډګر کې د ناستې پر مهال لوېدلې ده.
د سرچینې په وینا، یادې الوتکې ۸۰ سپرلي درلودل چې ۱۸ یې ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې د یوه ماشوم په ګډون د درېیو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
کاناډايي چارواکو ویلي چې د یادې الوتکې لوېدو لامل تر اوسه معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې روانې دي.
ځینو سرچینو ویلي، ښايي یاده پېښه د سخت توپان او بادونو له امله شوې وي.
Views: 8