د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۲۶ افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شول. یاد شمېر افغانان د روانې سلواغې میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې دغه افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي وو.

د سرچینې په حواله، ازاد شوي افغانان له دوو تر درېيو میاشتو پورې بندیان وو او د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو چارو وزارت دوه ورځې مخکې هم ویلي وو چې ۲۰ تنه افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو پېښې ډېرې شوې دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت رسمي سرچینو نه دي ویلي چې پاکستان کې څومره نور افغانان بندیان دي.

Views: 8