د کاناډا په اوتاوا ښار کې د افغانانو د اوړي مېله

اگست 8, 2023

په کاناډا کې مېشتو ګڼو افغانانو د دغه هېواد په پلازمېنه اوتاوا ښار کې د اوړي په مېله کې ګډون وکړ.

کاناډا ته نوو راغلو افغانانو هم په دې په مېله کې برخه واخیسته او له خپلو هغو هېوادوالو سره معرفي شول چې په دغه هېواد کې اوسېږي او له دې راټولېدنې یې خوند واخیست.

دا مېله په کاناډا کې د افغان املاکو یوې مشاورې نجلا سادات له لوري جوړه شوې وه.

سادات وویل چې د دغه پروګرام جوړولو موخه په اوتاوا ښار کې د مېشتو افغانانو يووالى او پيوستون دى.

هغې وصال ټلوېزیون ته وویل: «افغانان په کاناډا کې د کور پېرلو او کرایي کور پیدا کولو برخو کې له ډېرو ننګونو سره مخ دي او زه تر خپل وسه د دې مسایلو د حل په هڅه کې یم.»

نجلا وویل، هڅه کوي په راتلونکي کې هم په اوتاوا ښار کې دغه ډول نور پروګرامونه جوړ کړي.

Views: 14