د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې متحده عربي امارتو ته تللی دی.
کېاېف اینډیپنډنټ راپور ورکړی چې یاد سفر د بشردوستانه او اقتصادي همکاریو په اړه د بحث لپاره ترسره شوی دی.
ورته مهال، زلنسکي ویلي چې یاد سفر به پر اقتصادي مشارکت او پانګونه کې پر دوو اړخیزو همکاریو متمرکز وي.
هغه د مونیخ امنیتي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي وو چې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې ته به رسمي سفرونه ولري.
منځني ختیځ ته د ولادیمیر زلنسکي سفر په داسې حال کې پیلېږي چې د امریکا او روسیې لوړپوړي چارواکي په راتلونکو ورځو کې په سعودي عربستان کې د روسیې او اوکراین جګړې په اړه د خبرو لپاره لیدنه کوي.
Views: 7