پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره اوس په دغه هېواد کې هېڅ سیاسي ګوند د سیاسي ناستو، څرګندونو او فعالیت اجازه نه لري. طالبان ګوندونه د افغانستان په زیان ګڼي او په دې باور دي چې د افغانستان د تېرو ناخوالو لامل ګوندي فعالیت و، خو پوښتنه داده چې ولې په افغانستان کې چپی او ښي اړخو ګوندونو او ډیموکراتیکو سیاسي جریانونو ماتې وخوړه؟ ولې په افغان ټولنه کې سیاسي ګوندونه له تجرید سره مخ شول؟
دا او په دې تړاو نورې ګڼې پوښتنې مو په دغه خپرونه کې د حزب اسلامي ګوند د مرکزي کمیټې له غړي او سیاسي فعال انجنیر امین کریم سره څېړلې دي.
بشپړه خپرونه د وصال ټلویزیون پر یوټیوب چینل کتلای شئ
Views: 4