پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله لږ تر لږه د ډبرو سکرو د یوه کان ۱۰ کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
پژواک راپور ورکړی چې چاودنه نن (جمعه، د سلواغې ۱۶مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په «شهرګه» سیمه کې شوې او ټول قربانیان په دغه ایالت کې د ډبرو سکرو د یوه کان کارګران وو.
روغتیايي مسوولینو ویلي چې د چاودنې له ځایه شپږ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي چې د دوو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په یاد ایالت کې د کانونو پر کارګرانو وسلهوال بریدونه هم شوي.
په وروستۍ پېښه کې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱مه ناپېژاندو وسلهوالو د بلوچستان ایالت په «دوکه» سیمه کې لږ تر لږه د ډبرو سکرو د یوه کان ۲۰ کارګران په ډزو ووژل.
Views: 7