د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اتو صنعتي هېوادونو له ډلې د مسکو وتل یوه تېروتنه وه او هغه غواړي چې روسیه بېرته له دې ډلې سره یوځای شي.
د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ ویلي: «زه غواړم هغوی (روسیه) بېرته راولم. فکر کوم چې دا یوه تېروتنه وه چې هغوی مو اخراج کړل، دا د روسیې د ګرانښت یا نه ګرانښت مسله نهده، دا ډله اته وه.»
ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال خبریالانو ته کړې دي چې یو ورځ مخکې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سمدلاسه مذاکراتو د پیل هوکړه وشوه.
روسیه په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین پر ځینو ختیځو برخو له پوځي یرغل او له ځان سره د کرېمېا له الحاق وروسته د «G8» هېوادونو له ډلې وایستل شوه چې د دغه هېواد له وتلو وروسته د دې ډلې نوم «G7» ته واوښت.
د یادولو ده چې امریکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، انګلستان او جاپان د «G7» ډلې غړي هېوادونه دي او اروپايي ټولنه یې څارونکې غړې ده.
Views: 42