افغان ځوان د اسټرالیا په کورني کرکټ کې لوبېږي

اگست 8, 2023

سرتاج شینواری چې د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوسمهال په اسټرالیا کې د یاد هېواد په کورني کرکټ کې لوبېږي.

شینواري وصال ټلوېزیون سره په ځانګړي مرکه کې وویل، که چانس ورکړل شي، د افغانستان لپاره به لوبې وکړي او بیرته به هېواد ته ستون شي.

هغه وايي کله چې افغانستان کې وو، څو ځله یې د کرکټ بورډ ته ازموینه ورکړې، خو د فساد له امله نه دی توانېدلی چې پرمختګ وکړي.

Views: 17