د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د ګډون په موخه پاکستان ته رسېدلې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان لوبډله په اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوبډله به له رسمي سیالیو مخکې د فبرورۍ په ۱۴مه د پاکستان له الف لوبډلې او د فبرورۍ په ۱۶مه به د نیوزیلېنډ له ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبې وکړي.
د اتلانو جام سیالۍ د روانې فبروري میاشتې په ۱۹مه په پاکستان کې پیلېږي چې افغان لوبډله پهکې په لومړي ځل ګډوانواله ده او خپله لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ۲۱مه د پاکستان د کراچۍ ښار په کرکټ لوبغالي کې له سوېلي افریقا سره ترسره کړي.
افغان کرکټ ملي لوبډله دغو سیالیو ته د چمتووالي په موخه څه موده مخکې عربي متحده عربي امارتو ته تللې وه او هلته یې تمریناتي کمپ ترسره کړ.
افغان لوبډله دې سیالیو کې له سوېلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبې لري.
Views: 7