امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالتونو په الاسکای ایالت کې د یوې وړې مسافروړونکې الوتکې لوېدو له امله لس کسان مړه شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس د امریکايي ساحلي ګارډ له قوله راپور ورکړی چې په یاده الوتکه کې یو پیلوټ او نهه مسافر وو چې ټولو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، یاده الوتکه په وروستي ځل تېره پنجشنبې (د سلواغې ۱۸مه) پر ځايي وخت وروسته له غرمې ۴ بجې او ۱۶ دقیقې لیدل شوې او وروسته له هغه د رادار له سیستمه بهر شوې ده.

د یادې الوتکې د سقوط په لامل په اړه چې له «اونالاکیت» ښاره د «نوم» پر لور په هوا وه، څېړنې روانې دي خو امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په متحده ایالتونو کې تېره میاشت دوه نورې هوايي پېښې هم شوې چې یوه یې د ریګان ملي ډګر ته نږدې د یوې الوتکې مرګونی ټکر و چې ۶۷ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ او بل په فیلادلفیا کې د الوتکې سقوط و چې له امله یې ۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

وروسته له دې پېښو د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د فدرال هوانوردۍ اداره به څېړنې وکړي او د هېواد هوايي ترافیک د سیسټم کنټرول برخه کې به بدلونونه راولي.

Views: 2