د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر پر کاناډا او مکسیکو نوې لګولې تعرفې د ۳۰ ورځو لپاره ځنډولې، خو پر چین لګول شوې تعرفې بيا پر خپل ځای دي.
د راپورونو له مخې، سپینې ماڼۍ د سلواغې په ۱۳مه ویلي وو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې فبرورۍ له لومړۍ نېټې د مکسیکو او کاناډا پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفې ولګوي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا له لومړي وزير جسټن ټروډو او د مکسيکو له ولسمشرې کلوډيا شينباوم سره له ټيلېفوني خبرو وروسته له دغو دواړو هېوادونو پر وارداتي توکو د نوو لګول شوو تعرفو پلې کول يوه مياشت ځنډولي دي.
سرچینه زیاتوي، امریکا او کاناډا دواړو په جلا توګه اعلان وکړ چې پر کاناډا د ګمرکي تعرفو لګول به د يوې مياشتې لپاره وځنډول شي.
په راپور کې راغلي، له ډونالډ ټرمپ سره له خبرو وروسته، د مکسیکو ولسمشرې کلوډيا شینباوم اعلان وکړ چې د ټرمپ له خوا تازه لګول شوې تعرفې به د امریکا پولې ته د ۱۰ زره عسکرو له لېږلو وروسته د یوې مياشتې لپاره وځنډېږي.
سرچینې زیاته کړې چې پر چین لګول شوې تعرفې پر خپل ځای دي او په څو ساعتونو کې به پلې هم شي.
Views: 22