د راپورونو له مخې، د ایران په شېراز ښار کې یو افغان پلار او درې زامن یې سپټیک څاه کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
ایرنا خبري اژانس تېره ورځ راپور ورکړی چې دغه پېښه د ایران د شېراز ښار په ګچي سیمه کې رامنځته شوې او له دې ډلې یو افغان ژغورل شوی دی.
د ایران د شېراز ښاروالۍ د اوروژنې سازمان رییس هادي عیديپور ویلي: «په ګچي سیمه کې د کثافاتو د راټولو په کارځای کې څلورو کارګرو د یو بل د ژغورنې په موخه دغې سپټیک څاه ته ور ښکته شوي چې ګاز نیولي او مړه شوي دي.»
هغه وویل چې دا پېښه تېره ورځ ۹:۱۵ دقیقې رامنځته شوې ده.
نوموړي وویل: «دغه سپټیک څاه د ضایع شوو اوبو لپاره وه، هغې کې د مناسبې تهوې نه لرلو له امله میتان او ډي اکسید کاربن ګاز تولید شوي چې مسموموونکي او وژونکي دي.»
هغه زیاته کړه: «د یادې څاه ګاز وژونکي دي کله چې لومړی کس څاه ته ښکته شوی هغه خو له منځه تللی دویم کس چې د لومړي کس د ژغورنې په موخه څاه ته ښکته شوی هغه هم له منځه تللی او په همدې ترتیب پنځه کسان د یو بل د ژغورنې لپاره یادې څاه ته ورښکته شوي او ټول مسموم شوي او ګاز نیولي دي.»
راپور کې راغلي چې مړه شوو کسانو کې ۶۴ کلن پلار او درې زامن یې چې ۲۵و ۲۷ او ۳۴ کلن وو شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۸مه هم د تهران ښار قرچک سیمه کې د ګاز نیونې له امله شپږ افغانان مړه شوي وو.
Views: 17