یوناما او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د یوناما په کمپلېکس کې ډزې شوې او له امله یې یو امنیتي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوناما یو کارکوونکی ټپی شوی دی.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ کابل کې د یوناما په یواېناوسياې (UNOCA) کمپلېکس کې له احاطې دیوال سره د امنیتي ساتونکو پر پوسته ډزې شوې.
سرچینې ویلی چې د حکومتي ځواکونو یو تن ـ چې له محوطې بیرون وـ د دې پېښې تر سره کوونکی پېژندل شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه پېښه کې د ملګرو ملتونو یو نړۍوال امنیتي ساتونکی ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.
یوناما لیکلي چې د ملګرو ملتونو قراردادي امنیتي ساتونکو په دې پېښه کې هیڅ ډول ځوابي ډزې نه دي کړي، خو له پېښې وروسته د افغانستان د سرپرست حکومت یو امنیتي کس د کمپلېکس له احاطې نه بهر مړ موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې اړه د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو څېړنې دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل: «متاسفانه پېښه شوې ده، د یوناما یو کارکوونکی په ډېر سطحي ډول ټپی شوی دی، یوازې ښیښه ورباندې لګېدلې ده او په مقابل کې یو مجاهد شهید شوی دی.»
هغه وویل چې دغه پېښه تېره شپه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي.
Views: 2