کاناډا کې د افغانانو د ستونزو هواري، ټولنیز ادغام او د هغوی د اقتصادي پرمختګ په موخه د کاناډا بشردوستانه نوښتونه (Canada Humanitarian Initiatives) په نوم ټولنه جوړه شوه او رسماً یې فعالیت پیل کړ.
د دې ټولنې د پرانیستې مراسمو کې چې په ټورنټو ښار کې جوړ شوي وو، په کاناډا کې د افغانستان سفیر، د کاناډا د پارلمان غړې، ګڼ شمېر افغانانو، د بېلابېلو ټولنو استازو او سوداګرو ګډون کړی و.
د یادونې ده، د کاناډا بشردوستانه نوښتونه په نوم د دې ټولنې رامنځته کېدل د افغان کډوالو د ستونزو په حل، د هغوی په ټولنیز ادغام او د کاناډا له ټولنې سره یې په همغږۍ کې ګټور تمامېدای شي.
بشپړ راپور د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل وګورئ
Views: 6