د جرمني پارلمان د کډوالۍ قوانینو د لا سختولو لپاره د دوو محافظهکاره ډیموکراټمسیحي او سوسیالمسیحي ګوندونو له لورو وړاندیز شوې طرحه رد کړه. یاده بحث پارونکې طرحه له ۳۵۰ مخالفو او ۳۳۸ موافقو رایو سره د جرمني فډرال پارلمان له لوري رد شوه.
دغه طرحه د فریدریش مرتز په مشري د اپوزیسیون ګوند له لوري وړاندیز شوې وه او موخه یې د هغو جرمونو او وژنو مخنیوی بلل شوی چې په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د کډوالو له لوري ترسره شوي دي.
د مسیحي ډیموکراټ ګوند مشر فریدریش مرتز چې د جرمني د ټاکنو مخکښ نوماند بلل کیږي، یاده طرحه په دې وروستیو کې د دغه هېواد پارلمان ته وړاندې کړې وه.
په وړاندیز شوې طرحه کې د المان له پولو د ناقانونه کډوالو د ورتګ د مخنیوي په موخه د دایمي کنټرول او نظارت یادونه شوې وه.
په دغه طرحه کې دغهراز د کره اسنادو نه درلودونکو کسانو پر وتګ د بندیز او د هغو کډوالو د نیولو یادونه هم شوې چې د جرمني د پرېښودو سپارښتنه ورته شوې ده.
Views: 12