د افغان سولې لپاره د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وايي، که هېوادونه له امریکا سره د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستل غواړي نو دغه بهیر دې د امریکایي زندنیانو په خوشي کولو پیل کړي.

خلیل‌زاد دغه څرګندونې افغانستان، روسیې، ایران، سوریې، ونزویلا او کانګو ته په اشاره کړي دي.

هغه لیکلي: «که د بېلابېلو هېوادونو مشران غواړي چې له متحده ایالاتو سره نوی فصل پرانیزي، یو ښه ګام دا دی چې یرغمل‌کړي امریکایان ازاد کړي او د مړو شوو کسانو پاتي شوني وروسپاري.»

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، شاوخوا دوې اونۍ مخکې په امریکا کې د خان‌محمد په نوم له یوه افغان بندي سره په تبادله کې په افغانستان کې د راین کوربیت او ویلیم مک‌کینټي په نومونو دوه امریکایي وګړي خوشي شول.

د راپورونو پر بنسټ، له دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس‌وسټ هم ویلي وو چې جورج ګلیزمن، محمودشاه حبیبي او ریان کوربیت درې هغه امریکایي وګړي دي چې له طالبانو سره بندیان دي.

Views: 17