سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سر له ننه (شنبې) د مکسیکو او کاناډا پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه او پر چینایي توکو لس سلنه تعرفې ولګوي.
د امریکا د سپینې ماڼۍ رسنیو برخې سکرترې کارولین لیویت ویلي، پر کاناډا او مکسیکو له دې امله تعرفې لګول شوې چې «دوی زموږ هېواد ته د منتانیل (مخدره دارو) راوړلو او دغلته وېش ته اجازه ورکړې چې له امله یې لسګونه میلیون امریکایان مړه شوي دي.»
هغې زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د شنبې له ورځې له مکسیکو پر واردېدونکو توکو ۲۵ سلنه، د کاناډا ۲۵ سلنه او پر چینايي توکو ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي.
خو د سرچينې د څرګندونو له مخې، ټرمپ ویلي چې د کاناډا پر تېلو به ۱۰ سلنه تعرفه ولګول شي او د فبرورۍ په ۱۸مه به عملي شي.
د راپورونو له مخې، ده ویلي، درې واړه هېوادونه د دې تعرفې پر وړاندې هیڅ هم نه شي کولای.
خو د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي، کاناډا به سمدستي او په ځواکمنه توګه ځواب ورکړي.
ټرمپ وایي، په راتلونکي کې به د اروپايي ټولنې پر توکو هم تعرفې لګول کېږي؛ ځکه چې په وینا یې، دغه بلاک له امریکا سره ښه چلن نه دی کړی.
راپور کې راغلي، د ټاکنیز کمپاین پر مهال ټرمپ ژمنه کړې وه چې پر چینايي تولیداتو به تر ۶۰ سلنې پورې تعرفې لګوي، خو سره له دې چې خپلې ادارې ته یې د موضوع په اړه د څېړنو امر کړی، واک ته له ستنېدو سره سم یې له سملاسي اقدامه ډډه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تېره ورځ یو ځل بیا د برېکس غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې که د برېکس بانکنوټ جوړ کړي، نو سل سلنه تعرفه به پرې ولګول شي.
Views: 12