د کاناډا لومړي وزیر ویلي چې د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو وضع کېدو په صورت کې به دغه هېواد بېړنی او قاطعانه غبرګون وښيي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له کاناډا او مکسیکو پر وارداتي توکو د ۲۵ سلنې تعرفې وضع کولو لپاره نن شنبه (د فبروري لومړۍ نېټه) د ضرب‌الاجل په توګه ټاکلې ده.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي چې د امریکا له لوري د سوداګریزو تعرفو وضع کېدو په صورت کې به کاناډا بېړنی او قاطعانه غبرګون وښيي.

هغه د کاناډا اوسېدونکو ته ویلي چې ښايي هېواد له سخت حالت سره مخ شي.

ټرمپ پر کاناډا د سوداګریزې تعرفې وضع کولو موخه د امریکا متحده ایالتونو ته د ناقانونه کډوالو له راتګه مخنیوی او نشه‌يي توکو له قاچاق سره مبارزه بللې ده.

Views: 9