د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو زېرمو د وچېدو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

اوچا پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې ۳۹ سلنه کورنۍ د اوبو سرچينو د وچېدو له امله د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او دغه‌راز د دغه هېواد ۲۳ سلنه خلک له ناپاکو اوبو کار اخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د اوبو، روغتيا او فاضلاب اړوند خدمتونو وړاندې کولو لپاره ۲۶۴ میلیون ډالرو ته اړتيا ده چې تر اوسه له دې اندازې یوازې ۸,۴ میلیون ډالر برابر شوي دي.

Views: 12