د افغانستان کرکټ بورډ له پاکستان سره د درېيو یو ورځنیو نړېوالو سیالیو ترسره کولو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د پاکستان پر وړاندې دغه لوبې د اسیا او نړۍوال کرکټ جامونو لپاره د چمتووالي په برخه کې ډېرې مهمې دي.
دی وایي، که په افغان لوبغاړو کې کومې نیګړتیاوې موجودې وي نو په دغو سیالیو کې به په نښه شي او روزونکی به پرې کار وکړي څو راتلونکو لوبو ته ښه اماده شي.
هغه زیاته کړه، د پاکستان پر وړاندې سیالیو لپاره ټول لوبغاړي چمتو دي او ښه لوبه به ترسره کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په یادو لوبغاړو کې حشمت شهیدي لوبډلمشر، رحمنالله ګربز ویکټ ساتونکی، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، نجیب الله ځدراڼ، محمدنبي، اکرام عليخېل، عظمتالله عمرزی، راشدخان، مجیب ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، فضلالحق فاروقي، عبدالرحمن، سلیم ساپی او وفادار مومند شامل دي.
نوموړي زیاته کړه چې شاهدالله کمال او فرید ملک بیا د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د روانې اګسټ میاشتې په ۲۲مه، ۲۴مه او ۲۶مه نېټه له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کوي. دغه لوبې د افغانستان په کوربهتوب په سریلانکا کې ترسره کېږي.
همدارنګه د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دغو سیالیو لپاره د چمتووالي تمریني کمپ به د ملي لوبډلې ټول لوبغاړي موجود وي.
د یادونې ده، د روان ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره شوه چې افغان لوبډلې دوه پر یو وګټله.
Views: 8