د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې په دوو جلا نښتو کې څلور پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان د برید له امله دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا په میرعلي سیمه کې له وسلهوالوسره په نښته کې دوه نور پاکستاني سرتيري هم وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دغهراز په یادو دوو جلا نښتو کې د پنجشنبې په ورځ په شمالي وزیرستان کې ۱۳ وسلهوال هم وژل شوي دي.
Views: 12