د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر وایي چې په روانه جنوري میاشت کې په دغه هېواد کې لس افغانان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي، د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې لس افغانان، شپږ یې د قتل او څلور یې د مخدره مواد قاچاق په تور اعدام شوي دي.
هغه ویلي، ایران په ۲۰۲۴ کال کې په بېلابېلو تورونو ۵۳ افغانان اعدام کړي دي.
د طالبانو د سترې محکمې یوه پلاوي – چې په تېره مرغومې میاشت کې یې ایران ته سفر کړی و – له ایراني چارواکو غوښتي چې د افغان بندیانو نوملړ په ځانګړې توګه د هغو بندیانو چې په اعدام محکوم شوي، له دوی سره شریک کړي.
Views: 9