کاناډا کې «زموږ د هېواد نوم؛ له اریانا تر باختر، خراسان او افغانستان پورې» تر سرلیک لاندې دویم علمي سیمینار وړاندې شو.
دغه سیمینار چې د پوهنې وزارت د پخواني معین او سرپرست ډاکټر محمدابراهیم شینواري له خوا چمتو شوی و، ګډونوالو خپلې تبصرې او پوښتنې په کې مطرح کړې.
کاناډا – افغانستان بنسټ (Canada – Afghanistan Foundation- CAF) او وصال ټلوېزیون له ځوان او روڼ انده افغان نسل سره د افغانستان او نړۍ د مهمو علمي موضوعاتو او معلوماتو شریکولو علمي سیمینارونه جوړوي.
د دغو سیمینارونو په لومړۍ دوره کې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ او دغه راز د مسلکي او کاري انکشاف پر برخو تمرکز کېږي او وروسته به نورو مهمو ټولنیزو، علمي، انکشافي او معلوماتي برخو ته هم پام وشي.
Views: 11