د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان له مخې، ټول هغه غیرامریکایي وګړي او محصلین چې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې یې برخه اخیستې ده، له دغه هېواده ایستل کېږي.
د روان کال په مې میاشت کې د امریکا په ځینو پوهنتونونو کې یو شمېر فلسطینپلوه محصلینو د غزې پر تړانګه د اسرائیل د بریدونو په غبرګون او فلسطینیانو په ملاتړ مظاهرې وکړې او خېمې یې ودرولې.
امریکا غږ د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې، ټول هغه غیرامریکایي محصلین او نور بهرني اتباع چې په امریکا کې د فلسطین په ملاتړ لاریونونو کې برخه اخیستې، له دغه هېواده به و ایستل شي.
راپور کې راغلي چې په فرمان کې د امریکا عدلیې وزارت ته سپارښتنه شوې چې په دې برخه کې ګامونه پورته کړي.
د امریکا ولسمشر دغه راز ویلي چې د حماس د ټولو خواخوږو زدهکوونکو ویزې به سمدستي لغوه کړي.
Views: 8