د سوک‌وهنې افغان لوبغاړی زکریا زماني د خپل روسي سیال پر وړاندې لوبه کوي.

هغه نن (چهارشنبه) پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په دې سیالۍ کې د سوک‌وهنې برخه کې د روسیې په کچه له درېیم او د نړۍ په کچه له ۶۳م مخکښ لوبغاړي سره لوبه کوي چې ۱۰ لوبې یې کټلې دي.

هغه زیاته کړې چې دغه روسي سیال یې تر اوسه کومه ماتې نه ده خوړلې.

هغه ویلي چې د روان ميلادي کال د مارچ په ۱۵مه به د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د خپل روسي سیال پر وړاندې میدان ته کښته شي.

د سوک‌وهنې دغه لوبغاړی په داسې حال کې د روسي سیال پر وړاندې خپله ۱۲مه لوبه کوي چې تر اوسه یې له کړو ۱۱ لوبو اته ګټلې او درېیو لوبو کې یې ماتې خوړلې دي.

Views: 6