د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، که په افغانستان کې تر هغو د ډېرو امریکایانو د زنداني کېدو ادعا رښتیا وي چې راپور یې ورکړل شوی، نو امریکا به د طالبانو پر مشرانو کېدای شي تر اسامه بن لادن لوړ انعام اعلان کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «اورېدلي مې دي چې طالبانو تر هغې ډېر امریکایان نیولي چې راپور یې ورکړل شوی، که دا رښتیا وي، نو موږ باید ژر تر ژره د دوی پر لوړپوړو مشرانو لویه جایزه وټاکو چې ښایي له اسامه بن لادن هم ډېره وي.»
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت ویلي وو هغه چا ته تر ۲۵ میلیون ډالرو انعام ورکوي چې د القاعده سازمان د مشر اسامه بن لادن په اړه راپور ورکړي.
طالبانو تر اوسه د مارکو روبیو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 8