د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له بندخونو ۶۶ افغان بندیان ازاد او بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان بندیان تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت له قوله ویلي، دغه کسان د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو چې له درېیو ورځو تر یوې میاشتې بندیان وو.

سرچینه زیاتوي، یاد افغانانو سره د همکارو بنسټونو له لوري بشري مرستې هم وشوې.

دا په داسې حال ده چې د روانې سلواغې میاشتې په ۲مه هم ۳۸ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو.

Views: 11