د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسرائیل او مصر ته له نظامي مرستو پرته، د دغه هېواد د ټولو بهرنیو مرستو پروژې درول کېږي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې متحده ایالات له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو مرستو د څېړلو سپارښتنه وکړه، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د سلواغې ۵مه) د شته ټولو بهرنیو مرستو لپاره د «کار درولو» سپارښتنه کړې ده.
رویټرز لیکلي، د تلګراف په یوه پیغام کې چې متحده ایالات د بهرنیو چارو وزیر مارکو ربیو له لوري تایید شوی، اسرائیل او مصر ته د نظامي مرستو د تأمین د معافیت امر صادر شوی، خو د بل هېڅ هېواد نوم چې ان بشري مرستې له امریکا ترلاسه کوي، نه دی اخیستل شوی.
ویل شوي چې دغه پرېکړه د ډونالډ ټرمپ له پالیسیو سره د دغه پروګرام د ورتهوالي د څېړلو لپاره شوی او دغه څېړنه ښايي ۸۵ ورځې وخت ونیسي.
سرچینې لیکلي چې متحده ایالات په نړۍ کې د بشري مرستو تر ټولو ستر تمویلوونکی هېواد دی او په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې له بېوزله او اړمنو هېودونو سره شاوخوا ۷۲ میلیارد امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا د بهرنیو پرمختیايي مرستو د ځنډولو او د دغه هېواد له بهرني سیاست سره د یادو مرستو د ورتهوالي د څېړلو امر صادر کړی دی.
Views: 5