د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله یوناما افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي څو دا بندیز لرې کړي.

د یادونې ده چې د زده‌کړو نړیواله ورځ هر کال د جنوري په ۲۴مه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.

یوناما نن (جمعه) په یوه اعلامیه کې ویلي، د میلیونونو نجونو پر زده‌کړو د بندیز له امله د زده‌کړو نړۍواله ورځ د ژورې خواشینۍ او جدي اندېښنې سره نمانځي.

دغه بنسټ زیاته کړې، درې‌نیم کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منع شوې دي.

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا ویلي چې هېڅ هېواد به د خپلو نیمايي وګړو په محرومولو سره پرمختګ ونه کړي.

هغې د طالبانو له چارواکو غوښتي څو ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي او ټولو افغان نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځي ولاړې شي.

Views: 10