د TPS, P1, P2 او SIV کیسونه د ټرمپ د پالیسیو په سیوري کې

جنوري 24, 2025

ډونالډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه له لوړې سره هم‌مهاله د کډوالو مخنیوي په موخه له مکسیکو سره پر پوله بېړنی حالت اعلان کړ، په دغه هېواد کې د کډوالو زېږېدلو ماشومانو ته د تابعیت ورکولو طرحه یې وځنډوله او دغه راز هغه الوتنې یې لغوه کړې چې څه باندې ۱۶۰۰ افغان پناه‌غوښتونکي یې امریکا ته لېږدول.

ټرمپ د لوړې مراسمو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې میلیونونه هغه کډوال به وباسي چې په امریکا کې د اوسېدو قانوني اسناد نه ‌لري خو د قانوني کډوالو په اړه یې څه ونه ویل.

نوموړي د خپلې تېرې واکمنۍ پر مهال هم د کډوالو پر وړاندې سخت قوانین عملي کړل، له مکسیکو سره پر پوله یې دېوال جوړ کړ او د پناه‌غوښتنې پروسه یې هم محدوده کړه.

دا چې واک د ټرمپ بېرته راتګ به د امریکا د کډوالۍ پر پروسه څومره اغېز ولري، د هغو افغانانو برخلیک به څه وي چې د پناه‌غوښتنې ځانګړو ویزو په تمه دي یا د TPS, P1, P2 او SIV پرګرامونو له لارې غواړي امریکا ته ولاړ شي او هغه کډوال چې د مکسیکو له پولې په غیرقانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي، د هغوی د برخلیک په اړه به څه کېږي؟ هغه پوښتنې چې په دې خپرونه کې مو په امریکا کې د کډوالو د حقونو له فعال احمدالله صدیقي سره پرې بحث کړی دی.

دغه ځانګړې مرکه د وصال ټلوېزیون پر یوټیوب چینل کتلی شئ.

Views: 9