د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د خپل فعالیت د یوه کال او د کابل د اوسنیو حاکمانو د غېر قانوني واکمنۍ د دویم کال د پوره کېدو په درشل کې د امریکا په ورجینیا ایالت کې د (افغانستان؛ د جمهوري ارزښتونو په رڼا کې) تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس وکړ او په کې د افغانستان په تېر اوس او راتلونکي هر اړخیز بحثونه وشول.
په دغه کنفرانس کې لسګونه سیاسي اشخاصو او مخورو په حضوري او سلګونو غېر حضوري برخوالو په ان لاین بڼه برخه اخیستې وه .
د دې پروګرام ګډونوالو پر ټولو سیاسي اړخونو غږ وکړ چې د یوه ګډ دریځ په رامنځته کولو سره ټول را یو ځای شي او افغانستان له راتلونکي بحران څخه وژغوري.
په کنفرانس کې د افغانستان اوسنی وضعیت و ارزول شو او د راتلونکي بحران د مخنیوي په موخه لازمې لارې چارې وړاندې شوې.
په یاد کنفرانس کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او په پایله کې د افغانستان د ستنونزې د حل په موخه د یوه معناداره او ملي ډیالوګ غوښتنه وشوه.
شاعر او لیکوال او د افغانستان د سترې محکمې پخوانې غړی او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د رهبرې شورا غړي قاضي عنایت الله حافظ، لیکوال، شاعر، څیړونکې او په ایران کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پخوانې سفیر، د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت او همداشان د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د رهبرې شورا غړی ډاکتر عبدالغفور لیوال، د افغانستان په ختیځ زون کې د بشر د حقونو پخوانې ریئسه او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د رهبرې شورا غړې صبرینا حمیدي، په افغانستان کې او هم د افغانستان څخه بهر د ملګرو ملتونو په ادارو کې لوړ پوړی کارکوونکی مشتاق رحیم چې د سولې په برخه کې کافي تجربه لري. د دې بحث وینا وال وو.
دغه راز د ننګرهار پخوانی والي، څیړونکې او لیکوال د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول او ویاند شاه محمود میاخېل چې د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت چې د پنځو سیاسي جریانونو تر منځ د ائتلاف دوراني رییس هم و، په دې بحث کې ګډون وکړ او د خلکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
Views: 180