د روغتیا نړۍوال سازمان له غزې تر افغانستانه د ۴۲ بحراني سیمو څه باندې ۳۰۰ میلیون اوسېدونکو ته د مرستو رسولو لپاره د ۱.۵ میلیارد امریکايي ډالرو غوښتنه کړې ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د نړۍ د روغتیا بېړني وضعیت ته د رسېدو لپاره د کال یونیم میلیارد ډالرو غوښتنه پیل کړې چې د غزې او افغانستان په ګډون په ۴۲ کړکېچنو سیمو کې څه باندې ۳۰۰ میلیون خلک یې تر پوښښ لاندې راځي.
د راپور پر بنسټ، دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د روغتیا نړۍوال سازمان د امریکا متحده ایالتونو د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو مخکې د دغه هېواد وضعیت ته په کتو د یاد هېواد د تر ټولو ستر تمویلوونکي په توګه له ناڅرګند مالي وضعیت سره مخ دی.
يه همدې حال کې، د دغه سازمان رییس ټډروس اډهانوم ګبریسوس ویلي: «له کافي او دوامدار مالي تمویل پرته به موږ د پرېکړې کولو له ناممکن وضعیت سره مخ شو؛ دا چې څوک به روغتیایي خدمات ترلاسه کړي او څوک به ترې بېبرخې پاتې شي.»
د راپور له مخې، د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره ټولټال ۶.۸ ملیارد ډالر بودجه ټاکل شوې ده چې له تاریخي پلوه، امریکا د دې ادارې د ټولې بودجې شاوخوا ۲۰ سلنه او د روغتیا بیړني بودجې تر ۳۴ سلنې پورې مرسته کړې ده.
Views: 4