یو شمېر افغانانو نن د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا پارلمان مخې ته لاریون وکړ او د نړۍ د سیاستوالو یې وغوښتل چې له افغانانو دې ورزشي خوښۍ نه اخلي. دوی شعار ورکاوه چې کرکټ یې یو موټی کوي او تعلیم يې ځواکمنوي.
د بریتانیا پارلمان مخې ته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پر ملاتړ دا لاریون په داسې مهال جوړېږي چې اونۍ وړاندې د بریتانیا د پارلمان له ۱۶۰ ډېرو وکیلانو پر انګلنډ کرکټ بورډ غږ وکړ چې له افغانستان سره د اتلانو جام کې پلان شوې لوبه ونه کړي. افغانستان راتلونکي فبروري میاشت په چمپینز ټرافۍ کې له سویلي افریقا، انګلنډ او اسټرالیا سره پلان شوې لوبې لري.
Views: 3