د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي په داسې حال کې چې ویل یې په اسلام کې د نجونو د زده‌کړو لپاره کوم بندیز نشته زیاته کړه، د نجونو زده‌کړو په اړه له شته ناسمو باورونو سره باید د اسلامي امت ټول علما په ګډه مبارزه وکړي.

د نجونو د زده‌کړې په اړه نړۍواله ناسته پرون د اسلامي نړۍ د ټولنې (Muslim World League) په نوښت او د پاکستان په کوربه‌توب د دوو ورځو لپاره په اسلام‌اباد کې د اسلامي هېوادونو او یو شمېر سازمانونو د استازو په ګډون پیل شوه.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي محمد بن عبدالکریم العیسی پرون (شنبه، د مرغومي ۲۲مه) په یاده ناسته کې ویلي چې دغه ناسته به د نجونو د زده‌کړو په اړه د یوې بیانیې په صادرېدو پای ته ورسېږي او دا بیانیه به یو تاریخي اقدام وي.

د اسلامي نړۍ د ټولنې سرمنشي زیاته کړې چې په اسلام‌اباد کې یاده ناسته به د نجونو د زده‌کړو په اړه یو لنډمهاله ګام نه، بلکې د نجونو د زده‌کړو حق برخه کې د پراخو بدلونونو رامنځته کولو لپاره یو اغېزناکه ګام وي.

العیسی څرګنده کړه چې د یادې ناستې موخه د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړو د برابرو حقوقو تامین او د هرې هغې نجلۍ لپاره د زده‌کړو فرصت برابرول دي چې له دغه حقه بې‌برخې ده.

هغه دغه‌راز ټینګار کړی چې د یادې ناستې په پای کې به د نجونو له زده‌کړو د ملاتړ په موخه د بېلابېلو اړخونو ترمنځ هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شي.

د طالبانو له حکومت څخه په یاده ناسته کې چا ګډون نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې درې کاله مخکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو کې او له هغه یو کال وروسته پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې وځنډول شوې.

په کور دننه او بهر له طالبانو غوښتل شوي چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوی بندیز لرې کړي، خو چارواکو ویلي، هڅې روانې دي چې د مناسب چاپېریال په رامنځته کېدو سره د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړل شي.

Views: 6