نیکولاس مادورو په داسې حال کې د درېیم ځل لپاره د ونزویلا د ولسمشر په توګه خپله دنده پيل کړه چې متحده ایالاتو د هغه د نیولو جایزه له ۱۵ څخه ۲۵ میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، مادورو چې د ولسمشرۍ نږدې ۱۲ کاله یې له ژور اقتصادي او ټولنیزو ناورینونو سره تېر شول، د ونزویلا د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل.
دا مراسم په داسې حال کې ترسره شول چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېر میلادي کال په ټاکنو کې د مادورو بریالي کېدل په رسميت نه پېژني او اعلان یې کړی چې دا ټاکنې غیرقانوني دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د بایډن دولت د مادورو د نیولو لپاره ټاکل شوې جایزه له ۱۵ میلیونو څخه ۲۵ میلیون ډالرو ته لوړه کړې ده. یاده جایزه د مادورو پر ضد د مخدره توکو د قاچاق او فساد په تور ټاکل شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن پر خپلې بیانیه کې ټینګار کړی چې د مادورو د لوړې مراسم غیرقانوني وو او متحده ایالات به هغه د ونزویلا د ولسمشر په توګه په رسمیت ونه پېژني.
ورته مهال، د ونزویلا د ټاکنو کمېسیون او عالي دیوان له شپږ میاشتو اختلاف وروسته مادورو د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو د رایو شمېر او نور جزییات یې په رسمي ډول نه دي خپاره شوي.
Views: 3