د «وطن خاطرې»؛ په ټورنټو کې مېشت افغان قاري عبدالرحمان نظري

جنوري 10, 2025

د وصال ټلوېزیون د «وطن خاطرې» خپرونه کې مو دا ځل د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان پیوستون ټولنې منشي قاری عبدالرحمان نظري مېلمه دی چې د دین او کار ترمنځ په متوازن ژوند غږیدلی دی.

نظري په دې خپرونه کې له موږ سره په زړه پورې وطني بنډار کړی او د وطن خوږې خاطرې یې راسره شریکې کړې دي.

نوموړي دیني زده‌کړې کړې او په بېلابېلو نړۍ‌والو موسسو کې یې مسلکي دندې ترسره کړې دي. سربېره پر دې په کاناډا کې یې د افغان ټولنې د کلتوري او فرهنګي پروګرامونو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی.

په دې خپرونه کې نظري په کاناډا کې د خپل ژوند د ننګونو، لاسته‌راوړنو او تجربو په اړه هم کړې.

بشپړه خپرونه د وصال ټلوېزیون پر يوټیوب چینل کتلای شئ.

Views: 5