د کونړ ځينې اوسیدونکي وايي، تېره شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي.
حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د الکوزیو سیمې یوه قومي مشر حاجي اول خان پژواک ته وویل چې تېره شپه پاکستاني ځواکونو پر دغه ولسوالۍ د توغندیو بریدونه کړي دي.
هغه وايي: «د شپې شاوخوا ۱۲ بجې وې، ماشومان مو په خواږه خوب ویده وو، ناڅاپي د لویو مرمیو د چاودلو اوازونه شول، شور شو او په هماغه مهال ټول کلی چې نږدې ۲۵۰ کورنۍ پکې اوسېږي، خالي شو او خلک یې نورو خوندي سیمو ته کډه شول.»
هغه زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې کولې خو وایي چې سهار تر ۴ بجو پورې پاکستاني ځواکونو د استوګنو پر سیمو توغندییز بریدونه کول.
نوموړی زیاتوي چې د یادو بریدونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه تراوسه معلومات نه لري.
دغهراز، د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکی عزتالله بیا وایي، د تیرې شپې راهیسې د دغې ولسوالۍ پر غونډو او نورو کلیو د پاکستاني ځواکونو له لورې ۵۲ د هاوان مرمۍ ویشتل شوې دي.
هغه زیاته کړه: «پاکستاني ځواکونو یوځل بیا زموږ په سیمو راکټي بریدونه وکړل، یواځې بیګاه شپه چې موږ حساب کړل ۵۲ د هاوان او د نورو لویو وسلو ډزې یې وکړې، موږ نه پوهیږو چې زموږ ګناه څه ده او ولې مو پاکستان په مرمیو ولي؟»
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستان په وقفهیي ډول د کونړ پر بېلابېلو سیمو ورته بریدونه کوي.
Views: 9