د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي، په تورخم کې د پاکستان له لوري هغه ۵۴ افغان کډوال افغان لوري ته وسپارل شول چې د قانوني اسناد نه لرلو له امله په دغه هېواد کې نیول شوي وو.
د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو سره د ملګرو ملتونو له لوري مرسته وشوه او خپلو کورنیو ته ستانه شول.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د مرغومي په ۱۷مه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په تورخم کې پاکستاني چارواکو د افغان کمیسارۍ مسوولینو ته هغه ۵۴ بندیان سپارلي چې د اسناد نه درلودو له امله پاکستاني پوليسو نيولي وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، نیول شوو افغانانو د قانوني اسناد نه لرلو له امله د حاجي کمپ په زندان کې له دوو ورځو تر یوې میاشتې پورې بند هم تېر کړی دی.
سرچینه کاږي، دغه افغان بندیان چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل، لوګر، کاپيسا، میدانوردګو، خوست، کندهار، غزني، هرات، سمنګان، پروان، بامیان، پکتيا، کندوز، غور، بدخشان، بلخ، بغلان او تخار ولایتونو اوسېدونکي دي، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وايي چې دغه افغانان له ثبت او راجستر وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوالې ادارې او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له ادارو لومړنۍ مرستې ترلاسه او ډېری یې د اوږدمهاله مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته وروپېژندل شول.
د یادونې ده، له دې مخکې هم سلګونه دغه ډول زندانیان د پاکستان له لوري په تورخم کې افغان لوري ته سپارل شوي دي.
Views: 15