د شکرې ناروغي چې په طبي اصطلاح کې ورته Diabetes Miletus یا په لنډه توګه دیابیت وايي، یوه هورموني یا بیوشیمیکي ناروغي ده چې په ترڅ کې یې په وینه کې د خوږو یا شکرې (ګلوکوز) اندازه له نورمال حالت څخه زیاتېږي او ناروغانو ته ځانګړې ستونزې جوړوي. په وینه کې د شکرې د زیاتېدو له امله په ناروغ کې ځانګړې نښې نښانې، لکه د تشو بولو زیاتېدل، شدیده تنده، شدیده لوږه او نور علایم لکه د پښتورګو، سترګو او اعصابو ستونزې رامنځته کېږي او په تدریجي توګه د ناروغ زړه او نورو غړو ته هم لېږدېږي.
په دې لیکنه کې به هڅه وشي چې د ناروغۍ په اړه ډېر تخنیکي او مسلکي بحث ونه شي ځکه بیا یې عامو لوستونکو ته پوهاوی ستونزمن وي، یوازې دومره باید وویل شي چې دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي چې د بدن یوه غړی چې پانقراص نومېږي او په بدن کې د ځیګر او معدې ترڅنګ موقعیت لري، هغه مواد نه شي جوړولای چې په ترڅ کې یې ګلوکوز یا شکره له وینې څخه د بدن نورو غړیو ته ولېږدول شي او د اړتیا په صورت کې ورڅخه بیا ګټه واخیستل شي. یعنې ګلوکوز یا شکره په وینه کې ازاده پاتې کېږي او د زیرمه کیدو جوګه نه وي. د شکرې ناروغي څو ډولونه لري چې د دې لیکنې په ترڅ کې به ورته په لنډه توګه اشاره وشي.
له تاریخي پلوه په نړۍ کې کله د طب او روغتیا پوهنې په برخه کې د ګوتو په شمېر داسې پرمختګونه رامنځته شوي چې د سر فریډریک بینټینګ او چارلس بیسټ د اختراع په څېر یې نړیوال بدلون رامنځته کړي دي. نوموړي کاناډايي ساینس پوهان د ډېرو زیاتو څیړنو په ترڅ کې د شلمې پیړۍ په لومړیو لسیزو کې د شکرې د ناروغۍ د اصلي لامل په موندلو بریالي شول او دا کار هغه مهال رامنځته شو چې دوی وکولای شول په بدن کې داسې یو هورمون یا کیمیاوي ماده ومومي چې د وینې پر شکر ستره اغیزه لري. دوی لومړي کسان وو چې پوه شول چې پانقراص د نورو انزایمونو او موادو ترڅنګ داسې هورمون تولیدوي چې له وینې څخه خواږه یا ګلوکوز چې یو ډول کاربوهایډریټ دې اخلي او د بدن نورو حجراتو ته یې یا د انرژۍ د تولید او یا هم د زیرمه کیدو لپاره انتقالوي ترڅو ورڅخه د اړتیا پر مهال ګټه واخلي. دوی پر دغه هورمون د انسولین نوم کېښود.
د شکرې ناروغي په ماشومانو او لویانو دواړو کې رامنځته کیدای شي، چې د ماشومانو هغې ته (Type I) او د لویانو هغې ته بیا (Type II) وايي. په ماشومانو کې ځکه د شکرې ناروغي شدیده وي چې له زېږېدو سره سم کېدای شي د دوی پانقراص انسولین تولید نه کړي. نو له هماغه لومړیو څخه شکر په وینه کې پاتې کېږي او ناروغي پیل کېږي خو په لویانو کې کېدای شي بیا د وزن د زیاتیدو، د فشار او یا نورو تکلیفونو په پایله کې یا پانقراص انسولین جوړ نه کړي او یا هم داسې یوه ستونزه رامنځته شي چې انسولین ونشي کړای له وینې څخه شکر لیرې کړي او یا یې د بدن نورو حجراتو ته ننباسي.
پورته ذکر شویو کاناډيي ساینس پوهان له خورا ډېرو څېړنو وروسته د ۱۹۲۲ کال د جولای په ۲۸ نیټه ( پوره ۱۰۱ کاله مخکې) د ټورنټو د جان مکلیډ روغتون د ماشومانو د شکرې ناروغۍ وارډ ته ورغلل. د روغتون په دې څانګه کې بستر شويو ماشومانو ټولو شکرې ناروغي درلوده او ټول یې د دیابیټ کیټواسیدوزس ketoacidosis له امله بې هوښه او په کوما کې وو او مرګ ته نږدې وو. کیټو اسیدوزس داسې یو حالت دی چې په بدن کې د ګلوکوز د نامنظم شتون له امله یو ډول مواد جوړېږي چې کیټون بلل کېږي، دغه کیټونونه بیا پر مغزو ډېره ناوړه اغیز لري نو ځکه ورڅخه کوما او د بې هوښې حالت رامنځته کېږي او که درملنه یې ونه شي نو ډېر ژر د مرګ سبب ګرځي. دواړو طبي ساینس پوهانو له ځانه سره خپله نوي اختراع کړي درمل راوړي و. “دا شیبې په طبي نړۍ کې ترټولو نه هیریدونکې شیبې په توګه پېژندل کېږي.”
تصور وکړئ چې مور او پلار په یوې له ګڼې ګوڼې ډکې خونه کې د خپلو ماشومانو سر ته ناست دي او د خپل د زړه د ټوټو مرګ لپاره شیبې شماري.
دا ساینس پوهان په نوبت هر بستر ته ولاړل او هر ماشوم ته یې یوه یوه ستنه ووهله یعنې پیچکاري یې ورته وکړه. ترڅو چې دوی وروستي بې هوښه ماشوم ته رسیدل، هغه لومړني ماشوم ته یې چې ستنه وهلې وه، په هوښ راغی او بیا یو یو ټول ماشومان د شکرې له کوما څخه راویښ شول. له مرګ او غم څخه ډکه کوټه ناڅاپه د خوښۍ او هیلو په ځای بدله شوه.
دې ساینس پوهانو له ځانه سره انسولین چې دوی نوي اختراع کړی وو راوړي وو او ماشومانو ته یې تطبیق کړل. دا د شکرې د ناروغۍ او د بشریت د ژغورنې په لار کې یو ستر انقلاب و. باید هیر نکړو چې بشریت لا تراوسه په دې نه دی توانیدلی چې د شکرې ناروغي په بشپړه توګه له منځه یوسي، یوازې انسولین او د شکر نور درمل دومره کوي چې د وینې د شکرې اندازه لږترلږه نورماله او کنټرول وساتي. نو ځکه خو ډیر مهال د شکر د درملنې پر ځای د شکر د کنترول اصطلاح کارول کېږي.
څرنګه چې پورته یادوونه وشوه، د شکرې ناروغي یوه نړیواله ناروغي ده او په کوم ځانګړي، قوم، توکم یا هېواد پورې اړه نه لري او په ټوله نړۍ کې د هر عمر خلک ورڅخه اغیزمن کېږي. د شکرې ناروغۍ نړیوال فدراسیون (IDF) د شمیرو له مخې په 2019 کال کې په ټوله نړۍ کې 463 میلیونه لویان د شکرې په ناروغۍ اخته و او اټکل کیږي چې تر 2030 کال پورې به دغه شمیر 578 میلیونو ته لوړ شي.
په افغانستان کې هم لکه د نورو هېوادونو د شکر ناروغۍ یوه لویه روغتیايي ننګونه ده، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې د خپریدو کچه نږدې ۹.۵٪ وه. یعنې تقریباً په ټول افغانستان کې له درې میلیونو څخه زیات کسان د شکرې په ناروغۍ اخته دي. روغتیایی خدمتونو ته محدود لاسرسی، د پوهاوي ټیټه کچه او د ژوندانه د طرز بدلون په هېواد کې د شکرې ناروغۍ د زیاتیدو لامل په ګوته شوي دي.
څرنګه چې د لیکنې په پیل کې اشاره وشوه، که چېرې د شکرې ناروغۍ کنټرول نه شي نو په بدن کې ډېرې داسې جدي ستونزې رامنځته کوي چې پر مختلفو ارګانونو او سیسټمونو مرګونې اغیزې درلودای شي له دغو ستونزو څخه د زړه ناروغۍ، د پښتورګو یا بډوډو عدم کفایه، عصبي ستونزې او د سترګو د لید له لاسه ورکول د یادولو وړ دي. د دغه ناروغۍ او په پایله کې یې رامنځته کیدونکو ستونزو د مخنیوي او درملنې لپاره په خپل وخت اقدامات ترسره کول لازمي دي. په خپل وخت تشخیص، درملنه، د خوړو په ډول کې بدلون راوستل او ورزش کول هغه څه دې چې د دې ناروغۍ خطرونه راکمولی شي.
بیا هم باید په یاد ولرو چې د شکرې د ناروغۍ په درملنه کې د نوموړو کاناډايي ساینس پوهانو څېړنو او هلوځلو یو نه هیردونکی تاریخ او انقلاب ترشا پریښود. د انسولین کشف ملیونونو انسانانو ته د ناروغۍ سره د یو نورماله ژوند هیلې رامنځته کړې او د هغو خلکو په ژوند کې یې د پام وړ ښه والی رامنځته کړ چې د شکرې له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
د ډېرو طبي پرمختګونو سربیره، د شکر له ناروغۍ سره مبارزه لا هم روانه ده. لا هم هر کال په ټوله نړۍ کې له دې ناروغۍ یو نیم میلیون کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي. د روانو څیړنو، نړیوالو نوښتونو او ګډو هڅو له لارې، موږ کولی شو داسې نړۍ رامنځته کړو چېرې چې د شکر ناروغي په کې په مؤثره توګه کنترول شي. هیله ده د فریدریک او چارلس په ډول نور ساینس پوهان هم په طبي ډګر کې راڅرګند شي او د بشریت د ژغورنې لپاره کار وکړي. دا هرڅه هغه مهال ممکن دي، چې علم او پوهې ته د یوې جدي اړتیا او دینې او دنیوي وجیبې په توګه وکتل شي او له علم او پوهې سره د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې عقلاني چلند وشي او ارزښت ورکړل شي. له علم او پوهې سره سیاسي او سلیقوي چلند انسانانو ته پرته له شاتګ او وروسته پاتې والي بله هیڅه ګټه نه لري.
دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، وصال ټلوېزیون یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.
Views: 165